سیاست

ډاکتر عبدالله عبدالله دملګروملتودسازمان ددفتر له اجرائيه مرستيال سره وکتل

-کابل  باختر د لړم لومړي:
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس  ډاکتر عبدالله عبدالله نن له غرمې وروسته  له نشه يي توکو اوجرمونوسره  دمبارزې لپاره  دملګروملتودسازمان  ددفتر  له اجرايې  مرستيال  الدوللي ديموز سره  په سپيد ار ماڼۍ کې دخپل کار په دفتر کې وکتل .
  داجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر  باختراژانس ته خبر ورکړ .  په دې کتنه کې للي ديموز  دملي وحدت دحکومت  داجرائيه رييس  په توګه  دډاکتر عبدالله عبدالله دټاکل کيدو اودملي وحدت دحکومت  دجوړيدو له امله  ده ته مبارکي وويله  اوپه افغانستان کې ددغه سازمان دسياست  اوپروګرامونو په باب  ديولنډ رپوټ په وړاندې کولو سره يې  ټينګار وکړ  چې ددوى اداره  ژمنه ده چې  دملي وحدت  له حکومت سره په همکارۍ کې له نشه يي توکو اوجرمونوسره دمبارزې  په برخه کې  کار وکړي .
  للي ديموز دخپلوخبرو په دوام له نشه يي توکو اوجرمونوسره  دمبارزې په لاره کې په کورني کچه  دخلکو دهمکاري او ددولتي بنسټونو ترمنځ دهمغږي او په سيمه ئيزه کچه  دافغانستان پاکستان ايران او دمنځني اسيا دهيوادونو دهمکاري په باب  خبرې وکړې .
  اجراييه رييس په افغانستان کې له نشه يي توکو اوجرمونوسره دمبارزې لپاره  ددغې ادارې  دهڅو او هاند په خاطر له للي ديموز او له ملګري هيئت څخه يې قدرداني وکړه .
او دافغانستان لپاره يې ددغو پروګرامونو  دپياوړتيا او دوام غوښتنه وکړه .
اجراييه رييس  ددغو ستونزو  دعملي څيړنې  لپاره  له للي ديموزڅخه وغوښتل چې خپلې ډير مهمې انديښنې او نظريې  په ليکلي ډول  داجرااتو لپاره اجراييه رياست ته وړاندې کړي .
  اجراييه رييس  دمطالعاتو او څيړنو د تعقيبولو او ددغه بنسټ له خوا دارقامو او شميرنو په وړاندې کولو باندې ټينګار وکړ
اجراييه رييس دخپلو خبرو په دوام زياته کړه چې دحکومت دپاليسي په کچه  دغه موضوع جدي  بولي . او په هيواد کې  له نشه يي توکو او روږديتوب سره دغوڅ چلند غوښتنه کوي . اودملي وحدت حکومت چمتو دى  دقانون جوړولو او ددغې ادارې  له پروګرامونو سره دهمغږي په کچه همکاري وکړي .
للي ديموز  داجراييه رييس دوړانديز په هرکلي سره  په افغانستان کې ددغه دفتر دزياتې پياوړتيا خبر ورکړ اوژمنه يې وکړه چې  دافغانستان لپاره  دخاص استازي  په معرفي کولو سره به  په دغه هيوادکې ددغه سازمان کار او فعاليت  زياتوالې ومومي  او داجراييه رييس دهمکاري او ښه نيت له امله يې مننه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته