اقتصاد

د جمهور رييس فوق العاده استازي احمد ضيا مسعود په کابل کې د افغان-ترک شپږم نندارتون پرانست

کابل – باختر د ثور دمياشتې ١
د ترکيې او افغانستان شپږم ګډ نندارتون چې د افغان-ترک د ښوونځيو د چارواکو له خوا جوړ شوى و؛ د جمهور رييس د فوق العاده استازي احمد ضيا مسعود له خوا پرانستل شو .
د جمهور رييس د فوق العاده استازي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د جمهور رييس فوق العاده استازي په خبروکې، د ترکيې او افغانستان دوستي ښه او لرغونې وبلله، زياته يې کړه: دغه نندارتون په بېلابېلو برخوکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا لپاره مهم او رغنده دى.
دغه راز ده د کورنيو او بهرنيو ګډو نندارتونونو جوړول د کورنيو توليداتو په پياوړتيا کې اغيزمن وبلل؛ څرګنده يې کړه : افغانستان له بهرنۍ سوداګرۍ پرته  نه شي کولاى د هېوادوالو او حکومت د عايداتو کچه لوړه کړي او تر هغه وخته پورې چې د صنعت، توليد او صادراتو ته پاملرنه ونه کړو؛ په هېوادکې به وزګارتيا او بيوزلي دوام وکړي. له دې امله د هېواد د اقتصادي هڅونې لپاره دې ته اړتيا ده چې د کورنيو صنعتي موادو توليد ته کلکه پاملرنه وکړو .
له بلې خوا د جمهور رييس فوق العاده استازي، د مدرنې کرنې په رامنځته کولو، د صعنتي موادو پر توليد، بهرنۍ سوداګرۍ ته په پاملرنې او د ځاى ناستې په پاليسۍ ټينګار وکړ، څرګنده يې کړه: دغه موضوعګانې کولاى شي د صادراتو د بيلانس د لوړولو او په افغانستان کې د بهرنيو او کورنيو سوداګرو هڅونه رامنځته کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته