(PS)سیاست(PS)خبرونه(PS)ټولنهTOP(PS)

په اسلام آباد کې د افغانستان سرپرست سفير د پاکستان د علماوو او مشایخو د اړیکو شورا له مشرانو سره وکتل

کابل، د زمري ۲۰مه، باختر
په اسلام آباد کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت سرپرست مولوي سردار احمد شکیب پرون د خواجه معین الدین محبوب کوریجه په مشرۍ د پاکستان د علماوو او مشایخو د اړیکو شورا له مرکزي او ایالتي مشرانو سره د سفارت په مقر کې وکتل.
‏نوموړي په دغه کتنه کې په تېرو دوو کلنو کې د اسلامي امارت د لاسته راوړنو ترڅنګ، د پاکستان او افغانستان د تاریخي، مذهبي او کلتوري اړیکو په اړه تفصیلي خبرې وکړې.
نوموړي همداراز ټینګار وکړ، چې په سیمه کې ثبات، ګاوڼدیو هېوادونو او له نړۍ سره رغنده اړیکې د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا