نړۍ

ترامپ دامريکا انتخابات تقلبي او دکلنتن په ګټه دي .

واشنګتن  باختر دتلي پنځه ويشتمه :
  دامريکا دجمهوري رياست په انتخاباتو کې دجمهوريت غوښتونکي ګوند نوماند دونالد  ترامپ دشنبې په ورځ ادعا وکړه چې امريکايي رسنۍ دده دموکراتې  سيالې هيلري کلنتن په ګټه  دنوامبر دمياشتې په انتخاباتو کې دتقلب په لټه کې ده
دامريکا له پورتسموث ښار څخه دفرانسې دخبري اژانس دخبر له مخې دامريکا دجمهوري رياست جمهوريت غوښتونکي نوماند په نيو همپ شاير کي خپلو پلويانو ته وويل چې هيلري کلنتن په هغه څه  کې چې په ښکاره تقلبي انتخابات دي ځان په سيالۍ کې ورګډ کړى دى .
  ده زياته کړه دغه انتخابات دهغو فاسدو رسنيو  له خوا چې په بشپړه توګه  دڅرګندو درواغو او کذب  په ادعاګانو ټينګار کوي هلې ځلې کوي چې هيلري کلنتن جمهوره رييسه کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته