امنیت

په کندزکې د چاودنې له امله دوه تنه ملکي وګړي ټپيان شول

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٤
د پوليسو د رنجر په موټرکې د يو ځاى پرځاى شوي مقناطيسي ماين د چاودنې له امله نن دوه تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
دغه چاودنه نن د کندز ښار د سرو زرو د پلورنې دمارکيټ په وړاندې رامنځته شوه.
د کندز د امنيې قوماندانۍ ويندوى سيد سرورحسيني هم په دې چاودنه کې د دوو تنو ملکي وګړو ټپي کيدل تاييدکړي دي .
ده وسله وال طالبان د دغه ماين ايښودنې مسوول وبلل او ويې ويل چې د دغې پيښې د عاملينو د پيژندلو او نيولو لپاره هڅې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته