
کابل، د مرغومي ۱۴مه، باختر
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمان حقاني په اسلام اباد کې د کډوالو اتشې ته لارښونه کړې، چې سند ایالت ته لاړ شي، او د هغو راپورونو په اړه دقیقه څېړنه وکړي، چې په دې وروستیو کې د بندیانو په اړه خپاره شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست همدارنګه ویلي چې که دا خبره حقیقت ولري، چې ګواکې د ځینو بندیانو د بند موده پوره ده، خو د نغدي جریمي او یا د کرایې د نشتون له امله بند پاتې دي، اتشه دې سمدلاسه د جریمې پیسې ادا کړي او د ترانسپورت زمینه دې ورته برابره کړي.
سرچينې زياته کړې کوم بندیان، چې نورو لومړنیو مرستو، درملنې او البسې ته اړتیا لري، نو اړتياوې به يې پوره شي.
افغانمل