خبرونهټولنهروغتیا

کابل ښار کې زرګونه کیلو ګرامه بې کیفیته توکي راټول کړي

کابل، د کب ۲۴مه، باختر

کابل ښاروالۍ له کابل ښار څخه د زرګونه کیلو ګرامه بې کیفیته توکو د راټولولو او ځانګړي ځای ته یې د انتقالولو خبر ورکړی دی.

سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ښار اړوند د ۱۲مې ناحيې مسوولينو د دغې ناحیې له بازارونو څخه د څارنو په لړ کې ۳ زره ۷۳۵ کيلوګرامه بې کيفيته خوراکي او غیر خوراکي توکي، چې د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه او يو شمېر لوډسپيکرونه، چې د غږیزې ککړتیا لامل ګرځېدل راټول او د له منځه وړلو په موخه  ټاکلي ځاى ته ولېږدول شول.

په خبرپاڼه کې د یادې ناحيې د چاپيريالي روغتيا آمرعبدالکبير زهري له قوله ویل شوي، چې په دغو توکو کې شيدې، قیماق، مربا، اچار، د لوبيا، نخودو او کبانو کنسرو، بسکيټ او د مینځلو مواد شامل دي.

کابل ښاروالۍ همدارنګه له ښاریانو څخه غوښتنه کړې، چې د خپلو اړتیا وړ توکو اخیستو پرمهال د هغو نېټې او کیفیت ته پام وکړي او دغه راز له پلورونکو څخه یې هم غوښتي، چې د بې کیفیته توکو له پلورلو او د غږیزې ککړتیا له رامنځته کولو څخه په کلکه ډډه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته