امنیت

د طالبانو دوه تنه مشهور قوماندانان په لغمان کې ووژل شول

کابل باختر د وري  دمياشتې  ٤ :
د وسله والو طالبانو دوه تنه مشهور قوماندانان په لغمان ولايت کې له پوځيانوسره په جګړه کې ووژل شول.
دغه جګړه تېر ماښام د مهترلام ښار _ اليشنګ ولسوالۍ په لويه لاره کې رامنځته شوه .
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک باختر آژانس ته وويل چې په دې جګړه کې د وسله والو طالبانو دوه تنه قوماندانان ملا ابوبکر او ملا الياس له يو بل تن سره  ووژل شول او پنځه تنه نور يې ټپيان شول.
ده ملا ابوبکر او ملاالياس د هغو کسانو په توګه ياد کړل چې د بمونو د ښخولو، د ملکي وګړو د وژلو او ځورولو په ګډون په لسګونو ډار اچوونکو پيښوکې رول درلود.
ويل کيږي په دې جګړه کې دوه تنه پوليسان او د ملي اردو يو سرتيرى هم ټپيان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته