کابل/ باختر/ د وږي ٢٣مه
امنيتي او دفاعي ځواکونو پرون د فراه ولايت د انار درې ولسوالۍ ودانۍ ونيوله.
د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب د باختر آژانس خبريال ته وويل چې امنيتي او دفاعي ځواکونو د انار درې ولسوالۍ چې له څو ورځو راپدېخوا د طالبانو تر کنټرول لا ندې وه؛ په ځانګړو عملياتوکې بېرته ونيوله او د هېواد درې رنګه بيرغ يې پرې رپانده کړ.
هغه وويل: په عملياتوکې۱۶وسله وال طالبان ووژل شول او اوس د انار درې ولسوالۍ ته څېرمه جګړه روانه ده.
ختم- سعيده -اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ