سیاستخبرونهټولنهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

په افغانستان د امريکا بدماشۍ پر وړاندې د خلکو غبرګونونه زيات شوي دي

تبصره، کابل، د زمري٢٠مه، باختر
پر افغانستان د امريکا د بې پيلوټه الوتکې د وروستي بريد پر وړاندې د خلکو غبرګونونه زيات شوي دي، د دې وخت دى چې امريکا له دې زيات د افغانستان د خلکو زړونه ټپي نه کړي.
د باختر آژانس مبصر ليکي: د زمري د مياشتې په ١١مه د کابل ښار د استوګنې پر يو تش کور د بې پيلوټه امريکايي الوتکې له خوا بريد وشو او وروسته هم د امريکا جمهور رئيس جوبايډن ادعا وکړه چې ګنې په کابل کې د القاعده مشر وژل شوى دى.
د کابل امنيتي مقاماتو تائيد کړه چې د دغه ښار په شير پور ساحه کې هوايي بريد شوى، خو د پېښې په سيمه کې کوم مړى نه دى موندل شوى، په اصل کې دغه کور تش و او څوک په کې نه و.
د امريکا دا اقدام د افغانستان پر حريم د تېري او د اسلامي امارت پر وړاندې له نويو پلمو پرته بل تعريف نه لري هغه اقدام چې د خلکو غبرګونونه يي راوپارول او په افغانستان د امريکا هوايي بريد د تېري په توګه وغندل شو.
له هغې ورځې چې بې پيلوټه امريکايي الوتکې پر کابل بريد وکړ تر ننه پورې د دغه بريد د غندنې په اړوند په افغانستان کې زياتې مظاهرې وشوي، پرون په کابل او څو نورو ولايتونو کې د صرافانو اتحاديو او يو شمېر سوداګرو او کسبګرو د امريکا د بې پيلوټه الوتکې پر بريد اعتراض وکړ او هغه يې وغانده؛ د جمعې پر ورځ هم په کابل، ننګرهار، بادغيس، پکتيکا، لوګر، غور، لغمان، جوزجان، بلخ، زابل او يوشمېر نورو ولایتونو کې د جمعې د لمانځه له ادا کولو وروسته د هېواد په زرګونو خلکو د غونډو او مظاهرو په کولو سره له امريکا وغوښتل چې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا او حريم درناوی وکړي او بدماشي دې نه کوي.
د دغو مظاهرو برخه والو د امريکا دا کار د نړيوالو تړونو پرخلاف وبلل او په عين حال کې د دوحې له موافقه ليک څخه څرګنده سرغړونه وبلله او له اسلامي امارت څخه يي وغوښتل چې د هېواد له ځمکني او هوايي حريم څخه دې په جدي توګه دفاع وکړي او هغو هېوادونو ته يې هم خبر دارى ورکړ چې امريکايي بي پيلوټه الوتکې د دغو هېوادونو له لارې د افغانستان هوايي حريم ته ننوتې دي چې له دې وروسته دې خپلو کارونو ته پام وکړي.
د خلکو په نظر امريکا پر کابل د زمري د ١١مې د بريد په سازمان ورکولو او د يوې بې بنسټې ادعا په مطرح کولو سره په لومړۍ ګام کې هلې ځلې کړي چې د امريکا په ټولنه کې د بايډن محبوبيت کم شوى دى.
بايډن په وروستيو ورځو او مياشتو کې د هغو کارونو په دليل چې د امريکا د ګټو پر خلاف دي ترسره کړي دي نور هغه پخوانى محبوبيت نه لري او له بله پلوه په امريکا کې مقدماتي انتخابات نږدې شوي او بايډن بايد د امريکا لپاره يوه لاسته راوړنه ولري، خلک دغه راز په دې باور دي چې د امريکا دا کار د دوو هدفونو لپاره تعقيب شوى چې د افغانستان د اوسني نظام باور کم کړي او پر افغانستان اقتصادي بنديزونو او د دغه هېواد د شتمنيو بندولو ته دوام ورکړي.
دغه څرګندونې د دې ښکارندوى دی چې امريکا په افغانستان کې د نويو ماجرا غوښتنو په لټه کې ده، خو امريکايي مقامات بايد پوه شي چې دا ماجرا غوښتنې د افغانستان د خلکو زړونه چې ٢٠ کاله په خپل هېواد کې د امريکا د پوځي شتون شاهدان و، ټپي کړى دى.
د افغانستان خلک د اسلامي امارت له دريځ څخه چې دغه بريد يې د افغانستان د ملي واکمنۍ او د دوحې د موافقه ليک پر خلاف بللى دى.
اسلامي امارت پر امريکا د دوحې د موافقه ليک د نقضولو تور لګوي او په دې اړه وايي چې له افغانستان څخه به د امريکا په ګډون د هېڅ هېواد پرخلاف کوم ګواښ نه ترسره کېږي. د افغانستان اسلامي امارت د دوحې د موافقه ليک د اجرا کولو غوښتنه کوي او وايي چې د دغه موافقه ليک نقضول بايد پاى ته ورسېږي، اسلامي امارت دغه راز ټينګار کوي( که چېرې دغه شان عمل تکرار شي د هغه د پايلو مسووليت به د امريکا پرغاړه وي.)
د دې اړتيا ده چې امريکا د وروستۍ پېښې په اړه د افغانستان د خلکو غبرګونونه جدي ونيسي او له دې زيات د افغانستان له خلکو سره چې د امريکا د پوځي شتون په وخت کې زيات زيانونه يې زغملي دي دښمني ونه کړي.
\ ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا