ورزش

دافغانستان اوفلسطين دفوټبال ټيمونو ترمنځ دوستانه لوبې ترسره شوې

 کابلباختردزمري دمياشتې٢٩ نيټه :
د افغانستان او فلسطین د فوټبال ملي ټيمونو پرون ماښام  په  کابل کې لوبه  وکړه         دا لوبه د افغانستان د فوټبال فدراسیون په ورزشي لوبغالې کې وشوه چې له ګول پرته صفر د صفرپه وړاندې مساوي پای ته ورسېده.                                          
دباخترآژانس دخبرله مخې ؛ د هېواد د خپلواکۍ د بيرته ترلاسه کولود ٩٩ يمې کاليزې په وياړتيره شپه  دکابل ښاردفوټبال ورزشي لوبغالي  کې دافغانستان او    د فلسطين د فوټبال د ټيمونو ترمنځ له ګول پرته دوستانه لوبه ترسره شوه  اوپه لوبغالي کې د فوټبال دلوبې په سلګونو تنو مينه والو ګډون کړى وو. اود هېواد اجرائيه رئيس ډاکترعبدالله عبدالله او يوشميرجګپوړو دولتي مقاماتو هم دغه په زړه پورې لوبه له نږدې وکتله .
له دې مخکې دهېواد د فوټبال ملي ټيم درې ځلې له فلسطین څخه ماتۍ خوړلې  او دا لومړنۍ لوبه وه چې افغان لوبغاړو وکولاى شول په ښه توکه  له خپلې دروازې څخه دفاع وکړي.
دواړو ټيمونود ګول وهلو لپاره ډيرښه موقعيت پيدا کړ خو ونه توانيدل چې هغه په ګول تبديل کړي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته