کابل باختردکب دمياشتې ٩ :
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکترسيدمخدوم رهين وايي: د رسنيو په خپرونوکې د هيواد د رسمي ژبو د معياري کولو په مقصد، د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د افغانستان د علومو اکاډمى، د لوړو زده کړو او د پوهنې د وزارتونو د استازو او دپوهنتون د استادانو په ترکيب، دوه کمييسونونه جوړې کړي دي .
د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: د اطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکترسيدمخدوم رهين چې د خبريالى د يوکورس په شاملانو د فراغت د سندونو د ويشلو په مراسمو کې خبرې کولې؛ وويل: د پرديو او د نامانوسو کليمو کارول، د رسنيو په کارکې دګډوډى سبب شوى دى او دغه موضوغ دوزيرانو شورا په غونډه کې وڅيړل شوه اولازم تصميمونه ونيول وشول .
داکتر سيدمخدوم رهين په دې ترڅ کې د هغو دوه ديرشو تنو ژورنالستانو د فراغت له امله چې د خبريالى دکارپه بېلابېلو برخوکې زده کړې کړې دي؛ مبارکي وويله او د افغانستان د ژورناليستانو له شورا څخه يې چې دغه پروګرام يې جوړ کړى دى؛ منه وکړه.
ده له فارغانو څخه وغوښتل چې د خبريالى اخلاق رعايت کړي او د بيان د آزادى ساتنې او پراختياته پاملرنه وکړي او د ځوانانو ترمنح د مطالعې دفرهنګ د ودې او پراخ بنسټه کولو په مقصد،کار وکړي .
0 1 دقیقه لوستل