امنیت

تبصـــره

کابل باختر د غويي دمياشتې ٣:
په بلخ  ولايت کې په ٢٠٩ شاهين قول اردو د تيرې جمعې  ورځې تروريستي بريد ثابتوي چې د يوه سياسي بهير په توګه د طالبانو په ډلې پانګونه يوازې يو ځان غولوونکى او د سيمې له واقعيتونو څخه تيښته  ده او بس.
د باختر آژانس مفسرليکي:
وړمه ورځ يوې ډلې وسله والوکسانو په بلخ ولايت کې په  ٢٠٩ شاهين قول اردو ډله ييز بريد وکړ اوبيا هم ديوبل جنايت مرتکب شول او يوځل بيا يې دافغانستان د خلکو او ددغه هېواد له منتخب نظام سره خپل ضديت او دښمنې ثابته کړه.
په شاهين قول اردو بريد چې له داسې صحنې جوړولو سره چې وکولاى شي د محافظانو عاطفه را وپاروي؛ يوځاى و. ټيک په  داسې وخت کې  ترسره شو چې د دغې قول اردو  يو شمېر سرتيري او افسران د جمعې د لمانځه په اداکولو او د غرمې ډوډۍ په خوړولو بوخت وو.
يرغلګر په دې نامه چې ټپيان لري او هغوى يې د علاج او درملنې په موخه روغتون ته ليږدوي ؛ وکولاى شول د قول اردو له يوه قراول څخه تېر شي، خو په بل قراول کې بندپاتې شول او له ساتوونکوسره يې په جګړې لاس پورې کړ.
سره له دې چې د دغې پيښې په پاى کې ټول يرغلګر ووژل شول؛ خو دغه تروريستي پيښه د دغه هېواد په يوشمېر ميړنيو بچيانو چې د هېواد د ځوانې اردو  په ليکوکې خدمت کوي او د نورو هېوادونو د خلکو په نيابت د تروريستانو او بنسټپالو پرخلاف په جګړه کې دي؛ د شهادت سبب شوه.
په شاهين قول د ډار اچوونکي بريد چې مسووليت يې وسله والو طالبانو په غاړه اخيستى دى؛ ټيک په داسې وخت کې کيږي چې ځينې بهرني هېوادونه او د هېواد په دننه کې کړۍ، طالبان يوه سياسي ډله بولي او د هغو ګټو په باب چې لري يې؛ له طالبانو سره همغږي دي او د هغوى ملاتړ کوي. په داسې حال کې چې په بلخ کې د تيرې جمعې د ورځې پيښه او هغه پيښې چې  په تيرو وختونوکې په هېوادکې رامنځته شوي دي؛ ښيي چې طالبان يوه مزدوره، مزدور اخيستوونکې او نوکرصفته ډار اچوونکي ډله او په نيابتي جګړوکې د بهرنيو هېوادونو عسکر دي او له ځان کومه اراده او واک  نلري.
نو د دغه شان ترخو مشخصاتو په شتون کې چې طالبان يې لري؛ په سياسي  او مدني فعاليتونو، منطق او تعقل باور نلري، کولاى شو هغوى يو سياسي جريان وبولو؟ طالبان او د هغوى ملګري داعشيان د استخباراتي سازمانونو زيږنده ده  چې د دغو سازمانونو ټاکلې موخې تعقيبوي او د عسکرو په توګه د دغو سازمانونو نيابتي جګړې پرمخ بيايي.
په همدې دليل دى چې يوه ورځ له يوه هېواد سره دوستي کوي، بله ورځ له دوست سره دښمن کيږي. هغه هميشنۍ دښمنۍ چې د هغوى په وړاندې جهادي وياړ باله؛ دوست نيسي آن د هغوى په لارښوونه په ويجاړتيا او لوټمارۍ لاس پوري کوي.
په هېوادکې وروستيو تروريستي پيښو چې طالبانو يې مسووليت په غاړه واخيست؛ وښودله چې طالبان له سياسي کيدو او له متحجرانه فعاليتونوڅخه  له لرې کيدو سره زيات واټن لري او د يوې سياسي ډلې يا سياسي واقعيت په توګه د هغوى پانګونه د ځان غولول دي.
د طالبانو په پته د دغه شان شعارونو ورکول له سياسي خجالتي پرته بله پايله نلري او هغه بهرني هېوادونه او کورنۍ سياسي څيرې چې په دې خيال سره د طالبانو په باب  فکر کوي يوازې ځان غولوي، ضروري ده چې دغه شان تخيل او خوب ليدلوڅخه بهر شي.
له بلي خوا په بلخ کې وروستي تروريستي پيښې يوځل بيا مسووليتونه يوه امنيتي تشه په ګوته کړه.
په کابل کې په يوه روغتون له تروريستي بريد وروسته دغه پيښه ډيره دردونکې پيښه ده، په داسې حال کې چې خلکو د کابل د پيښې د عاملانو مجازاتو ته سترګې په لاره وو، په بلخ کې دغه  پيښه رامنځته شوه. خلک دنظام له مسوولينو څخه هيله لري چې د دغه شان جنايتونو د عاملانو د پيژندنې او مجازاتو بهير ګړندى کړي.
د دغه شان جنايتونو د عاملانو د مجازاتو د بهير په ګړندي کيدو سره به نه يوازې هغه کورنۍ چې زيانمې شوې او قرباني يې ورکړې؛ خپله روحي آرامي بيا ترلاسه کړي، بلکې تروريستان به هم د خپلو  ناوړو عملونو سزا وويني او د هغوى په شان نورو ډلو ته به پند وي.
دغه راز  د دغو دوسيو او قضيو په څيړنه کې ځنډ به خلکو ته زياتې پوښتنې پيدا کړي او طبيعي ده چې زموږ مسوولين او دولتي چارواکي خلکو ته د شک او ګومان ځاى نه پريږدي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته