امنیت

په قندهار کې په نويو برېدونوکې دنهو وسله والو طالبانو وژل کېدل

کابل /  دلېندۍ ١٧مه /باختر :
نهه وسله وال طالبان په قندهار کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول
په دغو طالبانو تېره شپه او نن سهار په نيش ولسوالۍ کې برېدونه وشول
  دهېواد په جنوب کې داتل قول اردو يوه جګپوړي  قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دغو جګړو کې نهه وسله وال طالبان ووژل شول .
هغه وويل :کله چې وسله وال طالبان په خپلو پټنځيوکې دډار اچوونکو  برېدونو په سازمان ورکولو بوخت وو پرې برېدونه وشول .
درارسيدلو خبرونوله مخې، په دغو جګړو کې دوسله والو طالبانو دوه پټنځي  له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شول .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې په قندهار کې دطالبانو دجنګي وسايلو دوه ډيپوګانې  کشفې شوې .
دغه ډيپوګانې دميوند اوخاکريزپه ولسواليو کې دطالبانو په پټنځي کې ساتل کېدې .
داتل قول اردو ديوې خبرپاڼې په لېږلو سره  وايي چې له دغو  ډيپوګانو څخه  دماينونو او بمونوپه ګډون  يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل  ترلاسه شوي دي .  ختم_ عطاالله –اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته