امنیت

په هلمند کې بل ځانمرګي بريد وشو

 

کابل باختردوري دمياشتې ٢٢ :

په هلمند ولايت کې  نن دځانمرګي  بريد له امله درې تنه پوليسان شهيدان اوڅلور تنه پوليسان او دوه تنه ملکي وګړي ټپيان شول.

دغه پيښه دموسي قلعه ولسوالۍ په مربوطاتو کې وشوه.

ځانمرګي بريد کوونکي په چاوديدونکي توکو بار خپل موټر سايکل دافغان سرتيرو دسپرلۍ له يو موټر سره ټکر کړ او دغه پيښه رامنځته شوه.دهلمنددوالي ويندوى داود احمدي باختراژانس ته وويل چې په  دې پيښه کي درې تنه پوليسان  شهيدان او ددوو تنو ملکي وګړو  په ګډون شپږتنه نورټپيان شول.

له بلې خوا  دلښکرګاه ښار په روغتون کې ډاکترانو ددوو تنو پوليسانو اوديوملکي وګړي روغتيايي  حالت خراب بللى دى .

هلمند نن ددوو  ځانمرګو بريدونو  ډګر و په لومړي پيښه کې چې نن سهار رامنځته شوه  دريو تنو ځانمرګو بريد کوونکو دموسي قلعه ولسوالۍ دامنيې قوماندانۍ په ودانۍ بريد وکړ چې له امله يې څلور  تنه پوليسان شهيدان او ددغې ولسوالۍ امنيه قوماندان عبدالولي کوکه اوڅلور تنه نور سرتيري ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته