اقتصاد

دکاسا- ١٠٠٠ په طرحې موافقه وشوه.

 کابل – باختر د وږي دمياشتې ٢٨
دمنځنۍ آسيا خبرځايونو دکاسا-  ١٠٠٠ په نامه د بريښنا دصادرولو دپروګرام په
باب دافغانستان و تاجکستان ، قرغزستان او د پاکستان دهيوادونو دموافقې خبر
ورکړى دى .
دباختر آژانس دخبرله مخې :  د تاجکستان او قرغزستان مقاماتو ويلي دي  چې دافغانستان ،پاکستان ،تاجکستان او دقرغزستان مقاماتو دبريښنا دسوداګري درامنځته کولو دطرحې په باب چې د منځنۍ آسيا په  دوو هيوادونو تاجکستان او قرغزستان کې توليديږي  او افغانستان او پاکستان ته به وليږدول شي موافقه کړې ده چې دغه پروژه چې دکاسا- ١٠٠٠ په نامه دبريښنا دتوليد او صادرولو د طرحې په نامه ياديږي ددغو څلور هيوادونو ترمنځ د انرژۍ  د توليد سره پروژه ده چې لګښت يې يو مليارد ډالرو ته رسيږي.
دتاجکستان او قرغزستان هيوادونه  چې د اوبو زياتې زيرمې لري هيله لري چې ددغې طرحې په تطبيق سره وکولاى شي يوه ثابته او دوامداره ګټه ترلاسه کړي .
د انرژي او اوبو وزير محمداسماعيل ته يو نږدې خبرځاىتاييد کړ چې ددغه شان طرحې په باب خبرې دوام لري  او اوس دانرژي او اوبو وزير ديو هيت په مشرۍ په پاکستان کې دى او د پاکستاني مقاماتو او دمنځۍ آسيا د  دوو هيوادونو له استازو سره چې په پروژه کې شامل دي په  خبرو بوخت دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته