امنیت

له انسان تښتوونکو څخه د پنځو کارګرا نو ژغورل

هرات باختردغويي ٤ مــــــه

په هرات کې دډبرو سکرو ديوکان پنځه تنه کارکوونکي دانسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شول.

دغه کسان چې په چشت ولسوالۍ کې په کان کې کارکوي ، يوه مياشت مخکې ديوې ډلې انسان تښتوونکو له خوا تښتول شوي وو

د هرات ولايت دپوليسو ويندوى نورخان نيکزاد باختر اژانس ته وويل: دغه کارګران دقومي مشرانو اودسيمې دخلکو په همکاري دتښتوونکو له منګولو څخه ازاد کړاى شوي دي خود چشت ولسوالۍ يو مسوول چې نه يې غو ښتل نوم يې واخيستل شي، وا يې چې دغه کارګران دپيسو په بدل کې ا زاد کړي شوي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته