فرهنګ

په افغانستان کې دمشروطه غوښتنې اوددموکراسي دتګلوري سيمينار دپريکړه ليک په صادرولوسره پاى ته ورسيد.

په افغانستان کې دمشروطه غوښتنې اوددموکراسي دتګلوري سيمينار نن  داطلاعاتو اوفرهنگ  دوزير  ډاکترسيدمخدوم رهين په وينا اوپه شپږو فقرو کې دپريکړه ليک په صادريدوسره  پاى ته ورسيد.

دباختر داطلاعاتي اژانس  دخًبريال دخبرله مخې : دسيمينار نننۍ غونډې درييس په توګه دمير محمدامين فرهنګ ،  دمرستيال په توګه  دهيله من غزنوي  اودمنشي په توګه داطلاعاتو اوفرهنگ وزارت دخپرونو درييس نبي پاکطين له انتخاب وروسته خپل کار ته دوام ورکړ.

 دسيمينار په نننۍ کارکې  خليل رومان  دجنبش مشروطيت و درسي ناشي ازآن ،  سيدمصطفى سعيدي تاثير جنبش مشروطيت برادبيات معاصر افغانستان ، څيړنوال سلطان منگل  په افغانستان کې  ددموکراسي په لاره کې پراته خنډونه ،  راحلي ميرزايي ددست اورد هاي نهضت مشروطيت او شيخ علي احمدفکور دمشروطيت  و دموکراسي ترعنوانونو لاندې مقالي ولوستلي .

دغه راز  دشاه امان الله غازي وراره  کبيرالله کبيرسراج هم  ددموکراسي په لسيزه کې دقضايه قوي په اړوند معلومات ورکړل.

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت نشراتي معين دين محمد مبارز راشدي په خبرو کې  دسيميناردجوړولودکميسيون له غړو اودهغه له گډون کوونکو څخه دقدرداني په ترڅ کې زياته کړه چې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت له خواددغه سيمينارجوړيدل په حقيقت کې دهغو انسانانو  دمعقولې اوروا غوښتنې دوام دى چې غواړي په ټولنه کې عدالت وي 

که چېري زموږ نسل ددموکراسي په لاره کې اوچت او کلک  ګامونه وانخلي بايد ومنو چې نسل به ډارن  وي .

وروسته  دسيمينار شپږ فقره يي پريکړه ليک دنبي پاکطين له خوا ولوستل شو چې په هغه کې ددغه سيمينار دجوړولو په خاطر   داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت څخه دقدرداني په ترڅ کې  ويل شوي دي  ملي راډيوتلويزيون دې دمشروطه غوښتونکو له پاتې کسانوسره  خبري وکړي او دهغوى نظريې او غوښتنې دي خپري کړي ، دعلومو اکاډمي  او کابل پوهنتون ته وړانديز وشو  چې دمشروطيت په اړوند باوري  تاريخي موضوعګانې راټولې کړي  او چاپ ته دې چمتو کړي.

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دې  دهغو دچاپولو په اړوند همکاري وکړي او دمشروطه غوښتونکو په باب دخورو ورو او بي باوري نظريو مخه ونيول شي.

دغه راز په پريکړه ليک کې  ددغه سيمينار دمقالو دچاپولو لپاره داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت څخه دهمکاري غوښتنه شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته