امنیت

پنځه تنه پاکستاني يرغلګر په نورستان کې ووژل شول .

کابل باختر د وري شپاړلسمه :
پنځه تنه پاکستاني طالبان په نورستان ولايت کې له افغان پوله  ساتوونکو سره  په نښته کې ووژل شول .
دغه جګړه  نن سهار دډيورنډکرښې ته څيرمه په کامديش ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې  يرغلګرو دډيورنډ  له کرښې څخه په تيريدوسره دافغانستان دپوله ساتوونکو دسپرلۍ  په کاروان بريد وکړ .
دهېواد په ختيځ کې دسرحدي پوليسو قوماندان دباختراژانس  خبريال ته وويل چې په دې نښته کې سرتيرو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان  نه دى اوښتى .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانو نن سهار  دبرګ مټال  ولسوالۍ په ګڼ ميشتو ساحو او دپارون ښار په لويه لاره کې  څلور ماينونه کشف او شنډ کړل
ديوبل خبرله مخې : پوځيانو په نورستان ولايت کې دجنګي وسايلو  ددريو ډيپوګانو په کشفولو  بريالي شول .  له دغو ډيپوګانو څخه څو سپک او درانده جنګي وسايل او يوه اندازه چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته