جلال آباد باختر د لړم د مياشتې ٢٠ نيټه :
په ننګرهار ولايت کې د يوه واټ د جوړولو او پخولو کار پيل شو.
په جلال آباد ښارکې دغه واټ د درې سوه مترو په اوږدوالي اودپنځو مترو په سور جوړ او پخيږي.
د جلال آباد ښاروالۍ يوه مسوول باختر آژانس ته وويل چې د دغه واټ د جوړولو او پخولو لګښت د جلال آباد ښاروالۍ له خوا ورکول کيږي.
پاى ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ