پلخمري باختر دچنګاښ دمياشتې ١٩ :
د کابل _ مزار په لويه لاره کې د يوې چاودنې لپاره د طالبانو طرحه ناکامه شوه.
د را رسيدلو خبرونو له مخې: امنيتي مامورينو نن سهار د بغلان ولايت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د سالنګيانو په کلي کې د يوه ماين په کشفولو سره دکابل _ مزار په لويه لاره کې د چاودنې مخه ونيوله .
د بغلان ولايت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د امن او عامه نظم د کنډک قوماندان ذبيح الله غورځنګ باختر آژانس ته وويل: وسله والو طالبانو غوښتل د دغه ماين په ښخولو سره په ملکي وګړو خونړى بريد وکړي، خو بريالي نه شول.
ده وويل: دغه ماين د سيمې د خلکو په همکارۍ د امنيتي ځواکونو له خوا کشف او شنډکړاى شوى دى.
د دغه ماين ښخونې په اړوند څوک نه دي نيول شوي، خو په دې باب پلټنې دوام لري.
1 1 دقیقه لوستل