فرهنګ

ددري ژبې نوميالۍ شاعر او پوه ميرزا عبدالقادر بيدل دمړينې درې سوه يم تلين په درناوى د څيړنيز او علمي سيمينار په نامه دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي پيغام .

کابل باختر د ثور ديرشمه :
ددري ژبې نوميالۍ شاعر او پوه ميرزا عبدالقادر  بيدل دمړينې درې سوه يم تلين  په درناوى د څيړنيز او علمي سيمينار په نامه دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي پيغام .
ميرزاعبدالقادر بيدل په دولسمه  هجري قمري  پيړۍ کې  دهند دسپک ډير ستر شاعر دى چې په  بشپړه  توګه په  نوي  پوهې  او په بې سارو سرودونو سره دهندوستان په خاوره کې تبارز وکړ  او خبرې يې نه يوازې په  هند کې بلکې دسيمې دهيوادونو په فرهنګي پراختيا کې له پيړيو پيړيو راپديخوا  دصاحبدلانو او دشعر او ادب  ددوستدارانو په زړونو باندې واکمني کوي او په دې موده کې يې دغه شهرت زيات  کړى دى . 
دسيمې دهيوادونو ترمنځ ، افغانستان يو داسې هيواد دى چې خلک يې دميرزا عبدالقادر  بيدل له شعر او خبرو ،فکر اومفکورې سره  خاصه علاقمندي لري .
  زموږ دسيمې يوه څيړونکي په حقه ويلي دي عبدالقادر بيدل دافغانستان دخلکو ترمنځ په حيرانوونکي  توګه دشعر او ادب د دوستدارانو په ذهنونو باندې واکمني لري .
خوښ يم  چې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ددوست هيواد هندوستان دسفارت په همکارۍ  ددغه ستر ويناوال او صاحبدل  دميړنې د درې سوه يم تلين په مناسبت  نننۍ  پرتمينه غونډه جوړه کړې ده .  
تيرکال په همدې مناسبت د بلخ پوهنتون له خوا په مزارشريف  ښار کې يوه غونډه جوړه شوې وه چې ستاسو دننني سميينار  څيړنې به دپخوانيو څيړنو بشپړ ونکي شي .
  زه هيله لرم چې  دغه سيمينار ته برابرې شوې څيړنې زموږ په هيواد کې د بيدل پيژندنې  د پرمختګ په لاره کې ګټورې او مرستندوي ثابتې شي .
  ددغه سيمينار دجوړيدو له امله داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت او په ټول هيواد کې دبيدل دوستانو ته  مبارکي وايم او دلوى خداى  ( ج )  له دربار څخه ستاسو دسيمينار  دبرياليتوب هيله کوم .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته