کابل / دثور ١٩مه /باختر :
دپوليسو دځانګړو قطعاتو ځواکونو دعملياتوپه بهير کې دکابل ښار له مربوطاتو څخه دچاوديدونکو توکو يوه زيرمه کشف کړه .
دباختراژانس دخبرله مخې، دغه عمليات دکابل ښار د ٢١ حوزې په ساحه کې دپوليسو دځانګړوقطعاتودځواکونوله خوا ترسره شول .چې په پايله کې يې ٢٥٢ کيلوګرامه امونيم نايتريت ډوله چاوديدونکي توکي داستوګنې له يو کور څخه کشف او ترلاسه شول .
ددغې قضيې په اړوند يو تن ددغو ځواکونوله خوا نيول شوى دى .
ختم _ج _اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ