
کابل، د وږي ۱۴مه، باختر
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ترکیې له سفیر جهاد ارګنای سره د مخه ښې په موخه ناسته وکړه.
په کابل کې د ترکیې سفیر په دغه کتنه کې وویل چې په افغانستان کې یې د سفیر په توګه ډيپلوماتیک ماموریت پای ته رسېدلی دی.
په ورته وخت کې د ریاست الوزارت سیاسي مرستیال په دغه ناسته کې وویل چې افغانستان او ترکیه ګډ اوږد تاریخ لري او اسلامي امارت هڅه کوي، چې د دغه هېواد له حکومت سره نیږدې او مثبتې اړیکې وپالي.
نوموړي له ارګنای څخه غوښتنه وکړه، چې ترکي سوداګر او پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي او اسلامي امارت چمتو دی، چې هغوی ته په دې برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال جهاد ارګنای ته په راتلونکو دندو او ژوند کې هم د بریا هیله وکړه.