خبرونهروغتیا

په افغانستان کې د دنګي او کانګو تبې ناروغۍ خپرې شوې دي

کابل، د زمري١٨ مه، باختر

په افغانستان کې د دنګي تبې او د کانګو ناروغۍ د خپرېدو په حال کې دي.

د روغتیا نړېوال سازمان په افغانستان کې له دغو دوو ناروغیو څخه د مبارزې لپاره  پر ډله ييز پيوستون ټينګار کړی دى.

د روغتیا نړیوال سازمان نن په یوه نوي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د نس ناستې او شري ناروغیو تر څنګ د ډنګي تبې، کانګو او کولرا ناروغۍ خپرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ډنګي او کانګو تبې د ناروغیو پيښې  په ننګرهار او د نس ناستې پېښې د افغانستان په نورو سيمو کې ثبتې شوې دي.

\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا