امنیت

د طالبانو د يو قو ما ندان په ګډون ددغې ډلې شپږ تنه افراد ووژل شول

کابلباختر دسلواغى ٢٥ مــــــــــــه

دپکتيکا ولايت سيمه ييز مقا ما ت وا يي چې په دغه ولايت کې د وسله والى نښتې په بهير کې شپږ تنه وسله وال طالبان او دوه تنه پو ليس وژل شوي دى

دپکتيکا د والي ويندوى مخلص افغان د باختر اطلاعاتي اژانس ته وويل جګړه ددغه ولايت په خوشا مند ولسوالۍ کې له هغه وروسته ونښته چې دپو ليسو ګز مه له وسله والو طالبانو سره مخا مخه شوه خو وسله وال طالبان دموټر په سپرلۍ له سيمې څخه وتښتيدل پو ليسو هغوې د غزني ولايت دآب بند ولسوالۍ په لور تعقيب کړل چې دطالبانو له کمين سره مخامخ شول

له طالبانو سره د پو ليسو د نښتو له ا مله دطالبانو ديو قوماندان فدا محمد په ګډ ون شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او موټر يې هم ويجاړ شو .

 افغان وايي د پو ليسو ددغې نښتې په بهيرکې يوه اندا زه وسلې او مهمات هم د پو ليسو لاس ته ورغلي دي

 ده زيا ته کړه په دې نښته کې دوه تنه پو ليسان وژل شوي او درې تنه نور يې ټپيان شوي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته