کابل – باختر دتلې دمياشتې ١٨
يوه اندازه اوومه چرس او الکولي مشروبات نن د کورنيو چارو وزارت دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې دلوى رياست دموظفينو له خوا دکابل ښار له مربوطاتو څخه کشف او ترلاسه شو .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرور کړ : يوولس کيلو ګرامه اوومه چرس په يو کرولا موټر کې په ماهرانه ډول ځاى پرځاى او له پکتيا څخه کابل ته ليږدول شوي و چې دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې دلوي رياست دسيمه ييز کنترول دموظفينو له خوا دکابل ښار داتمې ناحيې له مربوطاتو څخه ضبط شول او ليږدونکې يې هم ونيول شو .
دغه راز يوه اندازه الکولي مشروبات هم دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې دلوى رياست دسيمه ييز کنترول دموظفينو له خوا د اتمې ناحيې له مربوطاتو څخه ترلاسه شول او دقضيې په اړوند يو تن ونيول شو او پيښه ترڅيړنې لانده ده.
2 1 دقیقه لوستل