سیاست

د غزني د ولايتى شورا د رهبرى انتخابات وشو.

کابل – باختر دسلواغې پنځه لسمه :
دغزني د ولايتي شورا د اداري هيئت انتخابات د مدني مرکزونو د يو شمېر استازو ، سيمه ييزو مسوولينو او د انتخاباتو د خپلواک کميسون د اداري هيئت دغړو په شتون نن ترسره شول .
عبدالجامع جامع چې بيا د ولايتي شورا د مرستيال په توګه انتخاب شو؛ باخترآژانس ته وويل چې په دغو انتخاباتوکې دغزني په ولايتي شوراکې دقرباغ ولسوالۍ دخلکو استازى عزيز الله پويا د رايو په اکثريت دغزني د ولايتي شورا د رييس ، عبدالجامع جامع د مرستيال او ژولينا فيض د منشي توګه انتخاب شول.
ويل کيږي چې عبدالجامع جامع پخواهم دغزني په ولايتي شوراکې دنده ترسره کړى و.
دغزني ولايتي شورا نولس غړي لري چې پنځه يې ښځې دي .
دغزني د ولايتى شورا نوى رييس غزيزالله پويا د قانون نافذول او د دغې شورا د داخلي چارو تنظيم خپل کاري لومړيتوبونه وبلل . دغه راز دغزني ولايت مرستيال محمد علي احمدي هم دغزني د ولايتى شورا له نوى اداري هيئت څخه وغوښتل چې په اداري برخو او د قانون په تطبيق کې دې د دغه ولايت له ادارې سره زياته همکاري وکړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته