ښوونه او روزنه

دننګرهار پوهنتون دنجونو ليليې څخه ګټه اخستنه .

کابل باختر دوږي لومړي :
دننګرهار پوهنتون دنجونو دليليې نوې ودانۍ پرون د نشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دوزيرې له خوا ګټې اخستنې ته وسپارل شوه .
ددغې ودانۍ دجوړولو کار دنهه اعشاريه پنځو مليونو امريکايي دالرو په  لګښت په دوو کلونوکې بشپړ شوى دى .
دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې  دچارو دوزيرې سلامت عظيمي  ددغې ودانۍ دپرانستلو په غونډه کې وويل دننګرهار ولايت دکوکنارو دکرکيلې له پلوه صفر ته رسيدلى دى او دغه پروژه ددغه وزارت له خوا دښو اجرااتو دستاينې  له پروګرام سره سمه بشپړه شوې ده .
  دننګرهار پوهنتون درييس  دڅرګندونو له مخې،  دغه ودانۍ په څلورو بلاکونو کې په څلور  پوړيز ډول جوړه شوې ده او دهغو نجونو ستونزې چې له کلونوکلونو  راپديخوا د مشخصې ليليې  دنه شتون له امله ورسره مخامخې وې لرې شوي دي .
دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دچارو وزيرې  دخبرو په ترڅ  کې زياته کړه چې دغه وزارت  نوې پاليسي ترلاس لاندې نيولې ده  او له دې جملې څخه  دکوکنارو دکرکيلې او دنشه يي توکو دقاچاقو او ترافيکو دبندولو په باب عامه پوهاوي دى .
عظيمي زياته کړه چې همدا اوس دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دچارو وزارت د بودجې په لګښت په جلال اباد ښار کې په نشه يي توکو دروږدو  کسانوددرملنې ديو مرکز دجوړولو کار دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته