کابل/ باختر/ دوري دمياشتې ٢٨مه
له غره څخه د پنجشير عمومي واټ ته د ډبرو ښوئيدل د دغې لارې دتړل کېدو سبب شو.
دپنجشير د والي مرستيال محمدمنصورعنابي د باختر آژانس سيمه ييزخبريال ته وويل : هره ورځ له غره څخه د ډبرو او شګو په ښوئيدو سره دغه لويه لاره د ترافيکو پرمخ په ساعتونو ساعتونو تړل کېږي.
ده زياته کړه: له دې سره سره د پنجشير ولايت دفوايد عامې رياست کارکوونکي هره ورځ د دغې لويې لارې په پاکولو بوخت دي.
دپنجشير د لويې لارې موټر چلوونکي وايي: له غره څخه د ډبرو په ښوئيدو سربېره د سختو اورښتونو او د سيلاوونو راوتل ددغه ولايت لويه لاره تر اوبو لاندې کړې ده.
پاى ذکرالله