سیاست

جمهور ريیس: د افغانستان دولت د تلپاتې سولې ټینګښت ته ژمن دی

کابلدکب١١مهباختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې په مطبوعاتي کنفرانس کې ګډون وکړ او د سولې پروسې او د وروستیو پېښو په اړه  یې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د هېواد جمهور ريیس د دې ترڅنګ چې سولې ته د رسېدو لپاره د امریکا متحدو ایالاتو او طالبانو ترمنځ د توافقنامې لاسلیک مهم ګام وباله ويې ویل: د افغانستان، متحده ایالاتو او ناټو سازمان د ګډې اعلامیې خپرېدل د دوه اړخیزو او څو اړخیزو  معاهدو پراساس د افغانستان له خلکو سره د نړیوالې ټولنې د همکاریو دوام څرګندوي.
جمهور ريیس غني وویل: د افغانستان اسلامي جمهوري دولت به له نړیوالې ټولنې سره یوځای او د افغانستان د خلکو په ملاتړ د سولې پروسه په تدبیر او لازم دقت مخته یوسي.
جمهور رييس زياتوي چې د سولې په پروسه کې له ټولو قشرونو او سیاسي بهیرونو سره یوځای مخته ځوو. زموږ یووالی د سولې پروسه کې زموږ بریا تضمینوي.
جمهور ريیس وویل: " ګرانو هیوادوالو ته ډاډ ورکوم چې د دوامداره سولې د ټینګښت او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ارزښتونو د ساتنې لپاره  به هیڅ راز مرستې ونه سپموو."
پاىشکريه

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته