امنیت

په افغانستان کې د وروستيو جګړو له امله د اتو تنو تاجکستانيانو وژل کيدل.

دوشنبه- ايرنا – باختر د ورى دمياشتې ٢٦
دتاجکستان رسنيو دافغانستان په بدخشان کې د وروستيو نښتو له امله د ٨ تنو تاجکانو دوژل کيدو خبر ورکړ.
دايران دولتي خبري آژانس پرون دتاجکستان د رسنيو له خولې دافغانستان په بدخشان کې د وروستيو نښتو له امله د ٨ تنو تاجکانو دوژل کيدو خبر ورکړ چې دافغانستان دامنيتي ځواکونو او د تروريستو طالبانو ترمنځ وشوې .
دغه تروريستان په طالبانو ، القاعده داعش او دانصار الله په جماعت پورې اړه لري.
دانصار الله جماعت دامرالدين تبراف په نامه ديو تاجک په مشرۍ فعاليت کوي او ددغې ډلې زياتره غړي هم دتاجکستان اتباع دي .
دتاجکستان دتاج نيوز خبري شبکې خبر ورکړ چې دافغانستان په بدخشان کې دنښتو له امله اته تنه تاجکستاني اتباع وژل شوي دي .
ددغه خبر له مخې دافغانستان دولتي ځواکونو څو تنه پوځي مليشې نيولي دي چې درې تنه يې تاجک دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته