روغتیا

دسل بستريز روغتون دويمه څانګه پرانستل شوه

کابل باختر دسلواغې دمياشتې  ١ :
د ٢٠٩  شاهين قول اردو دسل بستريز روغتون دويمه  څانګه  نن دبلخ ولايت په دهدادي ولسوالۍ کې   پرانستل شوه او ګټې اخيستنې ته وسپارل  شوه.
ددغه روغتون لومړۍ برخه چې پنځوس بسترې لري درې مياشتې مخکې پرانستل شوه  او پنځوس نورې بسترې يې نن دناروغانو داستفادې  وړ وگرځيدې.
د٢٠٩  شاهين قول اردو دروغتون رييس ډاکتر سلطان ګل طوطاخيل باخترآژانس ته وويل  دغه روغتون داورتوپيدۍ ، عمومي جراحۍ ، داخلې ، غوږ او ستونى ، جلدي او عقلي او عصبي څانګې لري چې   دامريکا په مرسته د شپاړلسو مليونو ډالرو  په لګښت په يوکال کې جوړې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته