خبرونهاقتصاد

د ننګرهار کانال ریاست ۳۵۰ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي

کابل، د مرغومې ۲۲مه، باختر

د ننګرهار کانال ریاست مسوولین وايي، چې د روان کال له پيل څخه تر دې مهاله ۳۵۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارلې دي.

د یاد کانال رئیس مولوي عبدالرحمن کظیم د یوه خبري کنفرانس پرمهال وویل چې دغه کانال د هېواد له سترو زراعتي، اقتصادي او اجتماعي پروژو څخه ده، چې په مرکز جلال اباد او ۷ ولسوالیو کې تاسیسات او ۸۶ جریبه ځمکې، ۴ فعاله میکانیزه زراعتي فارمونه، د زیتونو پروسس فابریکه، ساختماني، نجارۍ، ورکشاپ، مالدارۍ فارمونه، اکمالاتي ډیپو، حفظ او مراقبت، درونټې برېښنا بند، د ستروسو د منظمولو او درجه بندۍ فابریکې او رهایشي قصبې لري.

کظیم زیاته کړه چې د اوبولګو عصري سېسټم پرمټ شاړې ځمکې او دښتې اوبه کول یې لومړیتوب دی.

نوموړي وویل؛ غواړو د دغه کانال پر مټ زیتون او ستروس مروج، په سیمه کې میکانیزه کرنیز سېستم فعال، په عادلانه ډول د قانون سره سم بې ځمکو خلکو ته لنډمهال او اوږدمهال د کانال ځمکې د اجارې ورکولو بڼه عملي کړو.

د مولوي کظیم په خبره د لومړي ځل لپاره په عبدالخېلو فارم کې یو شرکت سره په همغږۍ د ترکارۍ ابریټ تخمونو کرکېله پیل کړې،  چې دا کار به د هېوادوالو لپاره نوی او ګټور وي.

د ننګرهار د کانال رئیس د کرنې ترڅنګ د مالدارۍ برخې له پرمختګ هم یادونه وکړه، چې د دولتي مالدارۍ فارم ترڅنګ په دویم او درېیم فارمونو کې د مالدارۍ په برخه کې د خصوصي سکتور د پانګونې په برخه کې په دویم فارم کې د ۵۰۰ غواګانو فارم د جوړېدو په حال کې دی.

د کظیم په وینا اوسمهال د کانال ریاست عواید په شفاف ډول په رغنیزو پروژو لګول کېږي، ځکه د کانال ټولې برخې د پرمختګ په حال کې دي، چې سږ کال مو نږدې ۳۵۰ میلیونه افغانۍ عواید هم ترلاسه کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته