خبرونهفرهنګ

په افغانستان کې د يونسکو سيمه ييز مسوول د باميانو له والي سره وکتل

کابل، د وږي ٢مه، باختر

په افغانستان کې د يونسکو سيمه ييز مسوول پاتريشيا مک فليپس او د يونسکو سازمان فرهنګي مسوول براندون کاسار پرون د باميانو له والي او د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ له رييس سره وکتل.

د باختر آژنس د خبر له مخې؛ په دې  کتنه کې د باميانو د زاړه بازار موزيم د جوړولو او د لرغونو اثارو د ساتنې په اړه خبرې اترې وشوې.

په دې کتنه کې د باميانو والي مولوي عبدالله سرحدي وويل چې د غلغلې او ضحاک ښار او د باميانو بودا په ګډون د نړۍ ميراثونو د ساتنې لپاره يو محافظتي دېوال جوړ شي چې د ويجاړېدو او غصب مخه يې ونيول شي.

په دې  کتنه کې د يونسکو فرهنګي مسوول براندون کاسار وويل؛ دغه موضوع امکان لري او موږ ستاسو وړانديز د يونسکو نړيوال سازمان له رياست سره شريکوو.

وروسته د يونسکو مسوولين د باميانو د اطلاعاتو او فرهنګ د رييس په ملګرتيا  د باميانو د فرهنګي مرکز ته چې د يونسکو سازمان له خوا د چوڼې په غونډۍ کې جوړه شوې ده  لاړل او د دغه مرکز کتنه يي وکړه.

د يونسکو سيمه ييز مسوول  د دغه سازمان له  فرهنګي مسوول سره  د دغه مرکز بېلابېلې څانګې وکتلې او د دغه مرکز جوړول يې د باميانو د تاريخي اثارو يوه مهمه لاسته راوړنه وبلله.

دغه راز پلاوي د باميانو د فرهنګي ميراثونو له مرکز څخه کتنه وکړه.

د يادونې وړ ده چې د يونسکو دغه جګپوړي مقامات د باميانو د لرغونو آثارو د حالت د څېړنې لپاره دغه ولايت ته سفر کړى دى.

\ ج

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا