کابل- باختر د سلواغي شپږمه:
دلوړوزده کړو وزارت دپروان ولايت د لوړوزده کړو د رييس دمړينې خبر ورکړ.
په هغه پيغام کې چې د لوړو زده کړو وزارت له لارې باختر اژانس ته رسيدلى دى، ويل شوى دى: په خواشيني سره خبر ترلاسه شو چې د پروان ولايت د لوړو زده کړو رييس الحاج پوهنوال محمد صابر صابري دپنځه شپيته کلنى په عمر وفات شو. انالله وانااليه راجعون
پوهنوال صابري دخپل ژوندانه په دوران کې په اکاډميکي برخه کې د افغانستان خلکو ته ستر خدمتونه ترسره کړل او تل پاتې او وياړلې کارنامې يې بريښي دي .
دلوړوزده کړو وزارت دمشرتابه هيئت دده مړينه دهيواد په اکاډميکي برخه کې يوه ضايعه بولي او د اروا ښاد کورنۍ او خپلوانو ته دډاډګيرنې اوخواخوږي مراتب څرګندوي .