سیاست

جمهور رئیس غني د افغانستان او امریکا ترمنځ د همکاریو تړون سند تطبیق مثبت وباله او د پاتې کارونو په ژر ترسره کولو یې تینګار وکړ

جلال اباد باختر د غبرګولي د میاشتې ٩ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان او امریکا د متحدو ایالتونو ترمنځ د همکاریو تړون سند د اجرائي عالي کمېټې غونډه پرون له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کې د ښې حکومتوالۍ او له فساد سره د مبارزې، سولې او بیا ادغام، امنیتي او دفاعي او اقتصاد د څلورګونو کمېټو غړو په خپلو اړوندو برخوکې د کاري پرمختګونو راپور وړاندې کړ.
د هېواد جمهور رئیس د دغه سند د تطبیق په برخه کې په پرمختګونو خوښي وښوده ويې ویل، د افغانستان او امریکا ترمنځ د همکاریو تړون سند دوه اړخیزې ژمنې لري او د هغه بشپړ تطبیق به په بېلابېلو په ځانګړي ډول خلکو ته د خدمتونو په رسولو کې مثبت اغېزې ولري.
جمهور رئیس په امنیتي او دفاعي برخه کې  د دغه سند د ژمنو د تطبیق بهیر وستایه او لارښوونه یې وکړه، په سند کې ذکر شوې هغه ژمنې چې لږ پرمختګ په کې شوی او د زماني جدول له مخې یې وخت کم پاتې دی، چارې یې باید ګړندۍ او پاتې شاخصونه یې هم بشپړ شي.#
پاى_ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته