امنیت

اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر د لړم دمياشتې ٢٧
د ننګرهار ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې تېره شپه د ناټو د بې پيلوټه الوتکې په بريدکې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقي وال د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه بريد د بهرنيو ځواکونو د يوې بې پيلوټه الوتکې له خوا ترسره شو.
ده وويل: دغه بريد د ګردي کڅ په سيمه کې په يوه زرنج ريکشا ترسره شو او اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
خبرځاى وويل: په دې بريدکې د طالبانو وسلې او مهمات لمنځه تللي دي او د سيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې هم د ننګرهار ولايت په خوږياڼيو ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدکې دولس تنه وسله وال طالبان وژل شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته