کابل باخترد جوزا دمياشتي٢ نيټه :
يوشمير تاريخي اثار دباميانو ولايت دامنيتي ځواکونولاسته ورغلل.
په دغو اثارو کې دبيلابيلو تاريخي دورو دوه سوه اويا سکي، انځوري شوى خټيني کوزي ، غوري اوبشقاب ، شمع داني ، فلزي بنګړي ، چې دښامار او انځورونه لري او دلاجوردو او زمردو اولاجوردو ډبرو يوشمير ټوټي اويوه ډبرنيه مجسمه شته دباميانو ښار له يوې ساحې څخه ترلاسه شوي دي .
دباميانو ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رييس محمدنسيم احمدزي باختراژانس ته وويل ،دغه تاريخي اثار له لومړي پيړي څخه تراسلامي دوري پورې اړه لري . پاي ج ذ
دښوونځي دوه تنه زده کوونکي دډزو له امله ټپيان شول.