ټولنه

په بدخشان کې سيلاوونو درې سوه جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه کړه .

کابلباختر دچنګاښ ٥ مــــــــــــه

دبدخشان ولايت په مربوطاتو کې پرون مازيګر دسيلا وونو دراوتلو له ا مله زيات مالى تا وان واوښت .

دبدخشان ولايت له پيښو سره دمبارزې رئيس ثنا الله اميري باختراژانس ته وويل، پرون ما زيګر دپنځو بجو په شاوخوا کې له سختو اورښتونو وروسته د بدخشان ولايت دارګو ولسوالۍ په اړوندو سيمو کې سيلا وونه راووتل او څه دپاسه درې سوه جريبه کرنيزه ځمکه يې له حاصلاتو سره يې ويجاړه کړه او ځينې کورونه او بڼو ڼه هم زيانمن شوي دي.

 دده دڅرګندونو له مخې، تر اوسه پورې ددغې پيښې له ا مله دسردرسيدلو زيانونو په باب کوم خبر نه دى ترلاسه شوى.

دبدخشان په ارګو کې په داسې وخت کې سيلا وونه راوځي چې دوه ورځې مخکې دسرپل او غور د ولايتونو په مربوطاتو کې د ورته پيښو له ا مله دسرزيانونه او مالى تاوانونه وا وښتل، سره له دى چې مرستندويوموسسو او رسمي مرکزو نو له زيانمنو شويو کسانو سره د مرستې خبرې کړي دي دزيانمنوشويو سيمو اوسيدونکى دمرستې رسو لو دپرو ګرام دڅرنګوالى له ا مله شکايت لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته