سیاست

جمهوررئیس غني د هند د بهرنیو چارو له وزیرې سره وکتل

کابل_باختر د لړم د مياشتې٢مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې په نوي ډیلي کې په خپل استوګنځي کې د هند د بهرنیو چارو وزیره سوشما سواراج خپل حضور ته ومنله.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دواړو لوړو دبېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د سیمه ییزو مسئلو، د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو او له تروریزم سره د مبارزې په اړه بحث او خبرې وکړې. همدارنګه په دې کتنه کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا متحدوایالتونو د نوې ستراتیژۍ او د یادې ستراتیژۍ له اعلام وروسته د سیمې د شرایطو په اړه خبرې وکړې او هغه یې د سیمې د وضعیت د ښه والي لپاره ګټوره وبلله.
جمهوررئیس غني د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا ته په اشارې وویل، د افغانستان ــ هند هوایي دهلیز له لارې صادرات په بریالۍ توګه دوام لري او زیاته یې کړه، موږ غواړو چې سمندري دهلیزد مرکزي اسیا له لارې هند سره وصل شي.
هغه په دې برخه کې د ګاونډیو هېوادونو رول ارزښتناک وباله او زیاته یې کړه، د منځنۍ اسیا او هند سمندري دهلیز اتصال کولی شي سیمه د اقتصادي همکاریو په مرکز بدله کړي.
جمهوررئیس محمداشرف غني زیاته کړه، افغانستان د کانونو سکتور، نساجۍ او د ښځو لاسي صنایعو په برخو کې ښه ظرفیتونه لري او له هند یې وغوښتل چې د هغه هېواد  ارزښتناکو تجربو څخه په استفادې له افغانستان سره همکاري وکړي.
د هند د بهرنیو چارو وزیرې جمهوررئیس او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او جمهوررئیس غني ته یې ډاډ ورکړ، چې هند به د افغانستان له دولت او خلکو سره  د پخوا په څېر په بېلابېلو برخو کې همکار وي.
هغې زیاته کړه: خوشاله یوو چې له افغانستان سره د ستراتیژیک همکار په توګه موږ خپل رول لوبو او همداراز له دغه هېواد سره په بېلابېلو برخو کې د ژورو اړیکو د پراختیا غوښتونکي یوو.
سوشما سواراج د سولې په اړه وویل، زموږ موخه په سیمه کې  د پایداره او دایمي سولې او ثبات تامین دی او دا غوښتنه به د سیمې هېوادونوپه ګډو هڅو تحقق پیدا کړي.#
پاى_ف

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته