-کابل/ دزمري١٢مه/باختر:
د کاپيسا ولايت يو امنيتي مسوول تېره شپه ترور شو.
د نجراب ولسوالۍ د دره افغانيه د حوزې آمر ظهور محمدي تېره شپه د کوهستان د دويمې برخې په ولسوالۍ کې په خپل کور کې په ډزو سره ووژل شو . د کاپيسا يو امنيتي مسوول باختراژانس ته وويل چې ظهورد اختر د رخصتۍ د تېرولو لپاره په خپل کور کې و چې ووژل شو .
هغه وويل: د دغه امنيتي مسوول ساتونکى د ده د وژنې عامل بلل شوى دى اود هغه د موندلو اونيولولپاره هڅې دوام لري .
ختم_ج _اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ