سیاست

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایيه رییس له سناتورانو سره ولیدل

کابل_باختر_ د سلواغې د مياشتې١٢مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایيه رییس د ملي شورا د شپاړسمې تقنیني دورې د مشرانو جرګې له غړو سره ولیدل او د هغوی خدمتونه یې وستایل. دغه لیدنه نن په سپېدار ماڼۍ کې د اجرایيه رئیس د کار په دفترکې ترسره شوه.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
په پيل کې د مشرانو جرګې د تېرې دورې مرستیال رفیع الله ګل افغان او حاجي امان الله د نورو په استازوليتوب خبرې وکړې او له اجرایيه رئیس نه یې مننه وکړه چې د دوی د ستونزو د اورېدو غوښتنه یې ومنله.
له اداري فساد سره عملي او رښتینې مبارزه، په ټاکنیز سیستم کې د اصلاحاتو رامنځته کول، د قانون حاکمیت، د پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو په خپل وخت ترسره کول، د سرپرستو والیانو د لړۍ پای ته رسېدل، د ولایتي شورا د څار حق ورکول او د پخوانیو سناتورانو امنیت ته پاملرنه د سناتورانو غوښتنې وې، چې له اجرایيه رییس سره یې مطرح کړې.
هغه دغه راز د سناتورانو او مخورو د یوې ټولنې د جوړېدو خبر هم ورکړ او ویې ویل چې دغه ټولنه یې له حکومت او نظام سره د ښې همکارۍ او مرستې لپاره رامنځته کړې ده.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایيه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله په شپاړسمه تقنیني دوره کې د سناتورانو له کړو خدمتونو مننه وکړه او ویې ویل: مشرانو جرګې او سناتورانو د تاسیس له وخته تل د افغانستان په تحولاتوکې مهم او رغنده رول لوبولی دی.
اجرایيه رییس د سناتورانو د ستونزو د حل ژمنه ورکړه او ویې ویل چې هېڅکله دې له حکومت نه خپلې سلا مشورې نه سپموي.
ډاکټرعبدالله وویل چې د ټاکنیز سیستم او کمېسیونونو اصلاح کول د سیاسي موافقتنامې د لاسلیک اساس او بنسټ جوړوي او له نېکه مرغه چې د ملي یووالي په حکومت کې د دې اصلاحاتو د راوستلو لپاره عزم او اراده پر خپل ځای ده.
ده زیاته کړه: جمهور رييس محمد اشرف غني او زه دواړه په ټاکنیز سیستم کې د اصلاحاتو راوستلو لپاره ژمن یو او یو پياوړی تعهد ورته لرو. په هغو مسایلو کې چې د هېواد برخلیک، سلامت او بنسټ ور پورې تړلی وي، زغم په کار نه دی. په ټاکنیز سیستم کې د اصلاحاتو راوستل زموږ اساسي دنده ده.
د حکومت اجرایيه رییس وویل: په ټاکنیزو اصلاحاتو سره به افغانستان هېڅکله بیا هغو ستونزو ته نه ورګرځي چې د افغانستان سلامت ننګوي او جنجال جوړوي.
ده له سناتورانوڅخه وغوښتل چې تل ورسره په اړیکه کې واوسي او دی یې په خدمت کې دی.
په پای کې اجرایيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله سناتورانو ته د هغوی د ښو خدمتونو نه د ستاینې په موخه ستاین لیکونه هم ورکړل.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته