امنیت

اته طالبان په ننګرهار کې ووژل شول

کابل / د مرغومي۱۳مه / باختر
اته وسله وال طالبان په ننګرهار کې له امنيتي ځواکونو سره په جګړو کې ووژل شول.
دغه جګړې تېره شپه د دغه ختيځ ولايت په شاوخوا سيمو کې شوې دي.
د ننګرهار يوه امنيتي مقام باختر آژانس ته وويل چې په يادو نښتو کې ۸ وسله وال طالبان ووژل شول او ٤ نوریې ټپيان شول.
د جګړو په پاىله کې د وسله والو طالبانو څو جنګي وسايل د پوحيانو لاسته ورغلل.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته