ټولنه

دهرات دترانسپورتي ستونزو دلرې کولو لپاره دترانسپورت وزارت هلې ځلې

 کابل باخترد لړم د مياشتې  ٢٠ :    
دهېواد دترانسپورت وزير ديوه هيئت په مشرۍ  دهرات ولايت ته رسيدلى دى.
دهېواد دترانسپورت وزير محمدالله بتاش چې تيره شپه يې دهرات له والي محمد آصف رحيمي سره کتلي دي  دخپل سفر هدف  دترانسپورتي ستونزو  څيړنه  او دترانسپورت په  حوزه کې داصلاحاتو درامنځته کولو په خاطر دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوري رياست دلارښوونو تطبيق وبالهز
دا په داسې حال کې ده چې  پخوا  دچارو د ادارې ، لوى څارنوالۍ ، له اداري فسادسره  دمبارزې  دعالي ادارې ، ترانسپورت ، دکورنيو وزارتونو او دملي امنيت  دلوى رياست  ګډ هيئت  دهرا ت ولايت ته دسفر په بهيرکې  په واټونو  او  په تيره بيا  دهرات _ اسلام قلعه  او ګمرک _ اسلام قلعه په لويو لارو کې  دپيسو   داخيستلو دستونزو له پلوه  دخصوصي سکتور او سوداګرو شکايتونه څيړلي و.
ددغه هيئت دڅيړنو په نتيجه کې   دفساد ديوشمير مواردو په افشاکولو برسيره  دهرات  دترانسپورت رياست اود سرحدي بندرونو  د ادارو  په چوکاټ کې به   اساسي بدلونونه رامنځته شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته