سیاست

دبلوڅو ځوانانو خپله شورا اعلام کړه .

کابل باختر د کب ديارلسمه :
دبلوڅو  دځوانانو شورا نن خپل شتون اعلام کړ .
دباختراژانس دخبر له مخې ، په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت دمطبوعاتو په نړيوال مرکز کې جوړه شوې وه لومړى دبلوڅو دځوانانو دشورا رييس سنجر خبرې وکړې  او دشورا هدفونه او پروګرامونه يې برخه والو ته بيان کړل .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دځوانانودچارو معين تيمورشاه اسحق زى ددغې غونډې بل ويناوال و .
ده دهيواد دراتلوونکي  جوړونکو په توګه دځوانانو په رول باندې ټينګار وکړ او ويې ويل  چې ځوانان تل دده دپاملرنې  په مرکز کې دي او دامکان تر پولې پورې يې دهغوى ملاتړکړى دى .
اسحق زي  دغه راز وويل چې ځوانان ددغه شان شوراګانو په جوړولو سره  کولاي شي په ټولنه کې ستر رول ولوبوي .
په ولسي جرګه کې دخلکو استازى عبدالحفيظ منصور او ډاکتر انور الحلق احدي هم په دې غونډه کې خبرې وکړې .
دوى هم ځوانان دهيواد دپياوړو ځواکونو په توګه  وبلل . غونډه دپريکړه  ليک په صادرولو سره پاى ته ورسيده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته