کابل باختر د غبرګولې ٢٥مه :
په پنجشير ولايت کې دلبنتياتو دراټولولو لپاره نن د شيدو دپروسس يو ابتدايي مرکز پرانستل شو .
دغه مرکز چې په دريو فريزرونو ، لمريزې بريښنا ، سړې خونې او دلبنياتو دساتنې لپاره په مخصوصو وسايلو سمبال دى دهالند دکميټې په مرسته دپنجشير ولايت دکرنې او مالدارى درياست له خوا جوړ شوى دى .
دپنجشير ولايت دکرنې او اوبو لګولو رييس محمد رووف يعقوبي وويل چې ددغه مرکز په جوړولو سره به دمالدارانو دلبنياتو دساتنې په خاطر کومه ستونزه شتون ونه لري .
ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ