ټولنه

دسمنګانو د والي پلويانو او مخالفينو مظاهرې وکړې .

کابل باختر دمرغومې دمياشتې ١
دسمنګانو دوالي پلويانو او مخالفينو نن په ايبکو ښارکې مظاهرې وکړې  .
دايبکو له ښار څخه دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې : 
مظاهر کوونکي چې دايبکو ښار په  دوو مرکزي سيمو کې راټول شوي وو يو شمير دسمنګانو د والي ملاتړ کاوه  او دهغه څو کلن کارونه يې ښه بلل  .
دهغوې دڅرګندونو له مخې ،  دسمنګانو د والي په توګه دخير الله انوش د ټاکل کيدو له وخت څخه دبيارغاونې او پرمختيا په برخو کې کارونه دوام لري  .په ټول ولايت کې امنيت تامين دى او ادارى فساد کمښت موندلى دى خو هغو کسانو چې دوالي پرخلاف اعتراض کاوه په والي يې د بى کفايتۍ تور لګاوه او د دغه ولايت دوالۍ ، دڅارنوالي درييس او دملي امنيت درييس دګوښه کولو غوښتنه کوله.
له بله پلوه دسمنګانو والي خيرالله   انوش د باختر آژانس خبريال  ته  وويل  : د ده پرخلاف دمظاهره کونکو اصلي هدف دولايتي شورا له لست څخه د محمد آصف عظيمي دنوم حذفول دى او دا کار دولايت دمقام واک نه دى بلکې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون دشکايتونو د اوريدو په کميسيون پورې  اړه  لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته