
نړیوالو رسنیو په امریکا د سختو واورو او توپان له کبله د لسګونو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د راپورونو له مخې؛ د لسګونه کسانو د مړه کېدو ترڅنګ، زرګونه الوتنې لغوه شوې او لسګونه میلیونه خلک زیانمن شوي دي.
د نیویارک ایالت د بفالو په ښار کې ۲.۴ متره واوره ورېدلې او په ټول ښار کې تګ راتګ په بشپړه توګه بند شوی.
ځایي چارواکو ویلي، چې تر اوسه د سړې هوا له کبله ۳۱ تنه وژل شوي خو ښایي د وژل شویو کسانو شمېر تر دې هم لوړ شي ځکه چې د بېړنیو حالاتو مامورین لا هم په ځینو ځایونو کې په مړو شویو کسانو پسې ګرځي.
د متحده ایالاتو د ختیځ ساحل په ډېری ایالتونو کې څه باندې ۲۰۰ زره خلک په داسې حال کې برښنا نه لري، چې امریکا کې د کرسمس ورځ نمانځل کېږي.
د راپورونو له مخې، په امریکا او کاناډا کې شاوخوا ۲۵۰ میلیونه خلک له سړې هوا څخه زیانمن شوي دي.
افغانمل