
کابل، د مرغومي ۷مه، باختر
د امریکا په متحدو ایالتونو کې د واورې او یخنۍ څپې د لسګونو کسانو ژوند اخیستی او ځايي اوسېدونکي يې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان کړي دي.
د راپورونو له مخې تر دې دمه د ډېرې یخنۍ او توپان له کبله د مړو شویو کسانو شمېر تر ۶۰ اوښتي او ښايي دغه شمېره نوره هم لوړه شي.
له یاد هېواد څخه راپورونه همدارنګه زیاتوي، چې په نیویارک ایالت کې حالت ډېر کړکېچن دی او په شمالي بفیلو سیمه کې په ساعتونو ساعتونو واورین توپان لاهم دوام لري.
په امریکا کې د یخنۍ د دغې بې مخینې څپې له کبله زرګونه الوتنې هم لغوه شوې او په ګڼو سیمو کې برېښنا هم نشته.
د دغه هېواد د ژغورنې ادارې چارواکو ویلي، چې د خلکو مړي پر سړکونو په نښتو موټرو کې او تر پنډ واورو لاندې موندل کېږي خو د زیاتې واورې له امله د دوی کارونه ټکني شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د نیویارک په بفيلو سیمه کې دوه نیم متره واوره ورېدلې او په ټول ښار کې تګ را تګ په بشپړه توګه بند شوی دی.
افغانمل